ایکنانیوز د دکن هرالډ له قوله راپور راکوي، د هند ترکنټرول لاندې په زرګونو شیعیانو او د اهل بیت علیهم السلام مینه والو د محرم په شپو ورځو کې د سرینګر په واټونو کې ولولناک لاریونونه وکړل او په درست سرینګر کې د یاحسین یاحسین د چغو په پورته کولو سره وښودله چې د حسینی غورځنګ مینه وال او حسینی عزادار به د کربلا دپاڅون د بیرغوالي حضرت زینب سلام الله علیها په پله د پل په کیښودو سره ددغه غورځنګ بیرغ هماغه شان لوړ وساتي او پخپلو وینو سره به د حسینی غورځنګ پرتم او ولوله په درستې نړۍ کې لوړه وساتي. حسینی عزدارو په مختلفو واټونو کې په جلوسونو سره ددرستې اسلامی نړۍ بلکې د درست انسانیّت د هدایتونکي او لارښونکي غورځنګ یعني د کربلا دپاڅون ځانګړنې او سیرت خلکو ته وړاندې کړ او ټولو هندیانو ته ئې بلنه ورکړه چې د دنیا په هرګوټ ګوټ او هرې سیمې کې د ظلم او جنایت او کړاؤ په ضد راپورته شي او په حسیني جذبې او پرتم سره دې د مظلوماانو په ملاتړ کې چغې پورته کړي.
په عین حال کې په ۱۹۸۹ کال کې په هندي کشمیر کې د خپلواکۍ د پاڅون له وخت راهسې تر ۲۰۲۳کال پورې تر ۳۴کلونو پورې په هندي کشمیر کې د محرم لاریون منع اعلان شوی ؤ ،خو بیاهم حسینی مینه والو دغه غورځنګ ته دوام ورکړی او وخت په وخت له هندي پولیسو اوامنیتی مامورانو سره ئې ډغرې هم وهلي ،خو بلاخره د ۲۰۲۳کال په وروستیو کې دغه ممنوعیّتونه لغوه شول او حسینی عزادار په پرتم سره د محرم الحرام شپې ورځې په ولولې اوپرتم سره لمانځي.
داپه داسې حال کې دي چې د په آزادکشمیر کې هم د مظفر آباد پشمول په مختلفو ښارونو او ښارګیو کې د حسینی عزادارو ولوله او پرتم د لیدو وړ دی او د حسینی غورځنګ بیرغ ئې پورته کړی دی او درستې سیمې ته دوحدت او یووالي په درس اعلانولو سره د لبیک یاحسین او لبیک یا زینب او لبیک یا مهدي چغې پورته کوي او دغه غورځنګ هماغه راز دوام لري.